د سویس او ناروې سفیرانو د افغانستان لپاره د بریټانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لیندسي سره په افغانستان او سیمه کې د روان وضعیت په اړه خبرې کړي دي.
د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د سویس سفارت پرون دوشنبې پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي چې "په افغانستان کې ثبات د سیمې په ګټه دی".
وړاندې راغلي چې دې موخې ته رسیدل د سیمو هېوادونو او نړیوالې ټولنې ترمنځ همغږۍ او خبرو اترو ته اړتیا لري.
لیندسي پاکستان ته له سفر څه موده مخکې افغانستان ته تللی و.
د طالبانو حکومت پرون په یو بیان کې وویل چې لیندسي هڅه کوي د طالبانو او پاکستان ترمنځ شته اختلافات حل او خبرو اترو ته زمینه برابره کړي.
څه باندې یو کال کیږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې سوداګریزې لارې تړل شوي او پاکستان وخت ناوخت د ختیځو ولایتونو سربیره پر جنوبي او مرکزي ولایتونو هوايي بریدونه کوي.
قطر او ترکیې څو ځلې هڅه وکړه چې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د سولې د خبرو منځګړیتوب وکړي.