اوچا: په افغانستان کې د بشري مرستو په رسونه کې لاسوهنو او نورو محدودیتونو پر دغه بهیر منفي اغیز کړی

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا وايي چې په افغانستان کې د بشري مرستو په رسونه کې لاسوهنو او نورو محدودیتونو پر دغه بهیر منفي اغیز کړی دی.

اوچا نن سه شنبې پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي چې اړونده بنسټونو یې په تیره اکټوبر میاشت کې د بشري مرستو د رسونې پر بهیر د محدودیتونو ۲۹ قضیې ثبت کړي دي.

د اوچا په ټکو دا پېښې په سپټمبر میاشت کې ۳۰ قضیې وې.

اوچا په سپټمبر میاشت کې د افغانستان په لویدیځ کې د نژدې ۹۰ سلنه مرستندویه بنسټونو وضعیت ارزول وو چې دغو بنسټونو ښځو او نجونو ته د بشري مرستو د رسونې په برخه کې له ستونزو شکایتونه درلودل.

د طالبانو حکومت په څه باندې تیرو پنځو کلونو کې د یوناما په ګډون په ډیر شمیر دولتي او غیردولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی.

دا بندیزونه په داسې حال کې دي چې د ملګروملتونو ادارو په افغانستان کې د خوړو د شدیدې ناامني خبرداری ورکړی دی.