د طالبانو حکومت په کندهار کې د کریکټ پر خپرونو بندیز تایید کړ

د کریکټ لوبې نندارچیان، ار شیف

 کندهار کې محلي راډیوګانې د کریکټ اړوند خبرونو او پروګرامونو له خپرولو منع شوي دي، د طالبانو د حکومت یوې باخبره سرچینې ازادي راډیو ته دغه بندیز تایید کړ، خو د جزییاتو له ورکولو یې ډډه وکړه.

په کندهار کې د لږ تر لږه دریو ایف ایم راډیوګانو مسولینو د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته دغه بندیز تایید کړ او وې ویل چې له یکشنبې ورځې راهیسې دغه بندیز عملي شوی دی.

د کریکټ اړوند هر څه باندې بندیز دی
کندهار کې یو خبریال

په کندهار کې یوه ورزشي خبریال چې د امنیتي اندیښنو له کبله یې خپل نوم وانخیست، د غږ د بدلون په شرط ازادي راډیو ته وویل:" پرون د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په شفاهي ډول خبریالانو او د راډیوګانو مسولینو ته ویلي چې له دې وروسته به نه د کریکټ تبصرې او نه هم خبرونه خپروي. د کریکټ اړوند هر څه باندې بندیز دی. دا کار د کوم مکتوب له لارې نه دی شوی، بلکې په شفاهي ډول هر چا ته زنګ وهل شوی دی او ورته ویل شوي دي."

په کندهار کې چې له وړاندې په کې پر ټلویزیوني خپرونو بندیز لګول شوی، د خبر رسولو یوازنۍ لار راډیوګانې دي.

په دغه ولایت کې چې د طالبانو ټاټوبی بلل کیږي، شاوخوا پنځلس ایف ایم راډیوګانې فعالیت لري چې د خبرونو ترڅنګ ځوانانو ته بوختوونکې خپرونې لري.

دغو راډیوګانو وخت ناوخت د کریکټ خبرونه او د لوبو پر مهال ژوندۍ کمنټري هم خپروله.

معلومه نه ده چې د طالبانو ځایي چارواکو ولې د کریکټ پر خپرونو بندیز لګولی دی، په کندهار کې مرکه شوي خبریالان هم وایي چې دوی ته د دغې پریکړې د لامل په اړه څه نه دي ویل شوي.

یوه ځایي خبریال د نوم او غږ نه خپریدو په شرط ازادي راډیو ته وویل، د کریکټ د خپرونو د بندیز حکم د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده له دفتره د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته تللی او له هغه ځایه د کندهار پریس کپ په وسیله په شفاهي ډول خبریالانو ته رسول شوی دی.

په دغه ترڅ کې ځینو ځایي خبریالانو ته د وتس اپ له لارې هم د دغه بندیز لارښود ور رسیدلی دی.

د اطلاعات او فرهنګ ریاست د شفاهي هدایت پر اساس سر له نن څخه په راډیوګانو کي د کرکټ اړوند خبرونه، خپروني او کمنټري کول مطلق بند دي
خبریالانو ته په وتس اپ کې لیږل شوی پیغام

په هغه پيغام کې چې د وتس اپ له لارې د کندهار یوه خبریال ته لېږل شوی او هغه له ازادي راډیو سره شریک کړی راغلي " د اطلاعات او فرهنګ ریاست د شفاهي هدایت پر اساس سر له نن څخه په راډیوګانو کي د کرکټ اړوند خبرونه، خپروني او کمنټري کول مطلق بند دي، هیله ده چي خبر اوسئ! "

د طالبانو د حکومت یوې باخبره سرچینې هم ازادي راډیو سره خبرو کې دغه بندیز تایید کړ، خو د جزییاتو له ورکولو یې ډډه وکړه.

د کریکټ بورد مطبوعاتي څانګې ته هم په دې اړه پوښتنه لېږل شوې، خو تراوسه یې نه ده ځواب کړې.

د کریکټ مبصرینو وړاندې تر دې ویلي چې د کریکټ سیاسي کول او د بورد په چارو کې د چارواکو لاسوهنه به د کریکټ په برخه کې د افغان لوبغاړو شته لاسته راوړنې متاثره کړي.

تازه د همدې نومبر میاشتې په ۹مه د سکاتلند کریکټ بورد اعلان وکړ چې د ښځو پر ورزش د طالبانو د بندیزونو له کبله دوی د افغانستان د کریکټ له لوبډلې سره ټولې دوه اړخیزې سیالۍ ځنډوي او یوازې به هغو لوبو کې ورسره مخامخ کیږي چې د کریکټ نړیوالې شورا په چوکاټ کې پلانېږي.

په ۲۰۲۳ کال کې د استرالیا د کریکټ ادارې هم په دې خاطر چې افغانستان د کریکټ ښځینه ټیم نه لري، له افغان کریکټ لوبډلې سره دوه اړخیزې لوبې ودرولې او خپلې پلان شوې لوبې یې لغو کړې.