عباس عراقچي له ملا ناصر اخوند سره لیدلي؛ د افغانستان او ایران تر منځ د ګمرکي چارو او د همکاریو پر پراختیا بحث شوی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي تهران کې د طالبانو له مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند سره په لیدنه کې

د طالبانو د حکومت د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند د یکشنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو له سیدعباس عراقچي سره لیدلي او په دوه اړخیزو مسایلو یې بحث کړی.

د طالبانو مالیې وزارت او د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دې لیدنې په تړاو اعلامیې خپرې کړي.

په بیان کې راغلي چې ملا محمد ناصر اخوند او عباس عراقچي د اقتصادی کمیسیون د راتلونکې غونډې پر جوړېدو، د ابونصرفراهي ګمرکي سرحدي تاسیساتو په پراختیا، د ګمرکونو په ۲۴ساعته فعالیتونو او د بندرونو د ظرفیتونو په لوړولو خبرې او سلامشورې وکړې.

د عراقچي په حواله راغلي چې هېواد یې په افغانستان کې د مخدره توکو په وړاندې مبارزه ستايي او له خپل لور یې په اقتصادي او سیاسي برخه کې د پوره همکاریو ډاډ ورکړ.

د طالبانو مالیې وزیر ایران ته په سفر کې د دغه هېواد د کرنې له وزیر غلامرضا نوري قزلجه سره هم لیدلي او کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو پر سیستمونو یې خبرې کړي.