د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د پولیو د پېښو شمېر ۵۰ ته رسېدلی دی

د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې په افغانستان کې د روان میلادي کال له پیل راهیسې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د مثبتو پېښو شمېر ۵۰ ته لوړ شوی دی.

د دغه سازمان د راپور له مخې، د اکتوبر په وروستۍ اوونۍ کې په هلمند، بغلان، ننګرهار، فراه او کندهار ولایتونو کې د پولیو اته نوې پېښې ثبت شوې دي.

همدارنګه، په همدې اوونۍ کې د افغانستان د پنځو ولایتونو د فاضله اوبو په نمونو کې د پولیو ویروس ۱۶ مثبتې نمونې موندل شوې، چې په دې سره د روان کال له پیل راهیسې د دغو نمونو شمېر ۱۰۹ ته رسېدلی دی.

په پاکستان کې هم د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۹ او د فاضله اوبو د مثبتو نمونو شمېر ۱۵۱ ته لوړ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان په یوه جلا راپور کې د پولیو د واکسیناسیون پر کمپاینونو لګېدلي محدودیتونه، په ځانګړې توګه په افغانستان کې د کور په کور واکسیناسیون بندېدل، د دې ناروغۍ د نه له منځه تلو له اصلي لاملونو بللي دي.

دغه سازمان له طالبانو غوښتي چې د پولیو د واکسین کور په کور کمپاینونه بېرته پیل کړي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس لا هم پکې په بشپړه توګه له منځه نه دی تللی.