له کلونو ځنډ وروسته؛ ایا د ټاپي پروژې پایپ لاین به په ټاکلي وخت بشپړ شي؟
د روان کال د اکتوبر میاشتې په وروستیو کې د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې ترکمن چارواکو له کلونو ځنډ او د ټاپي پروژې د لغوه کېدو په اړه له اټکلونو وروسته یوه ناسته جوړه کړه.
په دې ناسته کې ترکمن چارواکو ویلي چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د ګازو پایپ لاین، چې په لنډه توګه "ټاپي" بلل کیږي، هرات ولایت ته رسیدلی او ټاکل شوې ده چې په نژدې راتلونکې کې ورڅخه کار اخیستل پیل شي.
د نومبر میاشتې په۷مه له سپوږمکۍ په اخیستل شويو تصویرونو کې ښکاري چې د ټاپي د ګازو پایپ لاین د جوړولو چارې د ترکمنستان له جنوبي پولې د هرات د صنعتي زون لویدیځ لور شاوخوا ۲۲ کیلومترۍ ته رسیدلي دي.
د سپوږمکۍ په انځورونو کې ښکاري چې د ټاپي پروژې کار د هرات ولایت تر ۲۲ کیلومټرۍ پورې رارسیدلی دی
دا تصویرونه د ترکمن چارواکو هغه ادعاوې تاییدوي چې ګواکې د پایپ لاین کار د هرات ښار ته نژدې شوی دی.
ټاپي چې ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري، د ګازو د پایپ لاین د غځولو هغه پروژه ده چې د ترکمنستان د طبیعي ګازو سترې زیرمې به د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ورسوي.
دا پروژه په لومړي ځل په ۱۹۹۰ کال کې وړاندیز شوه.
خو په افغانستان کې جګړې او ناامنۍ او همدارنګه په پروژه کې د شاملو هېوادونو ترمنځ سیاسي کړکېچونو د دې پروژې د پلي کېدو په اړه شکونه زیات کړي وو.
تر ۲۰۲۴ کاله داسې ښکارېده چې هند او پاکستان د ټاپي پروژې په دوام کې خپله لیوالتیا له لاسه ورکړې ده.
د دواړو هېوادونو د لیوالتیا کمېدل، د پروژې خورا لوړ لګښت (چې تر ۱۰ میلیارده ډالرو پورې اټکل شوی) او پرله پسې ځنډونو ځینې شنونکي دې ته اړ کړي وو چې د دې پروژې د کار د دوام په برخه کې د ترکمنستان په جدي هوډ هم شک وکړي.
په بریتانیا کې د "اتلانتیک شورا" یوه څېړونکي جان ایم رابرټس د ازادې اروپا/ ازادي راډیو ته ویلي چې ټاپي پروژه د ترکمنستان لپاره د حیثیت او ویاړ په یوې موضوع بدله شوې ده او دغه هېواد هڅه کړې څو وښيي چې پر ستونزو سربیره د دې پروژې کار روان دی.
د ټاپي پروژې په کار کې پرمختګ
خو د ټاپي پروژې د دوام لپاره د عشق اباد ټینګار ممکن د انرژۍ د هغه کړکېچ په اوج کې چې د ایران د جګړې له امله رامنځته شوی، دې پروژې ته نوې اهمیت ورکړی وي.
د تهران له خوا د هرمز تنګي تړل چې له امله یې له فارس خلیج څخه د انرژۍ لېږد محدود شو، ښايي د ټاپي پروژې په اړه د پاکستان لیوالتیا یو ځل بیا راژوندۍ کړې وي.
په عشق اباد کې د انرژۍ په هغه غونډه کې چې د ټاپي (TAPI) پروژې د پرمختګ اعلان په کې وشو، په ترکمنستان کې د پاکستان سفیرې فریال لغاري ټینګار وکړ چې اسلام اباد د دې پروژې د پرمخ وړلو لپاره ژمن دی.
ویل کیږي چې تر هراته د دې پایپ لاین په جوړولو د ترکمنستان شاوخوا ۶۰۰ میلیون ډالر لګښت راغلی دی.
جان رابرټس وايي چې په دې برخه کې د ترکمنستان پانګونه کېدای شي د نویو شریکانو د راجلبولو او کندهار او پاکستان ته د پایپ لاین د غځولو لپاره زمینه برابره کړي.
د ټاپي پروژې کارګران سهار مهال له ترکمنستانه له پولې دیخوا راځي او ماښام بیرته ستنیږي
د هغه په باور، د دې پروژې د دوام لپاره د چین مالي ملاتړ خورا مهم رول لرلی شي ځکه چې د ترکمنستان لپاره یوازې د دې پروژې پلي کول به ډېر ګران تمام شي.
افغانستان هم د ټاپي پایپ لاین د غځولو په برخه کې د روسیې د پانګونې د احتمال په اړه خبرې کړې دي.
که چېرې د ټاپي پایپ لاین پاکستان او هند ته وغځول شي، نو افغانستان به نه یوازې له دې لارې لېږدول کېدونکو ګازو ته لاسرسی ومومي، بلکې د ګاز د ټرانزیټ له حق څخه به هم هر کال سلګونه میلیون ډالر عاید ترلاسه کړي.
تخنیکي ننګونې او د ترکمن کارګرانو شتون
یو شمېر افغانانو چې د ټاپي پایپ لاین د جوړېدو بهیر یې لیدلی ازادي راډیو ته ویلي چې د دې پروژې پلي کول له ګڼو ستونزو سره مخ دی.
دوی وايي، یوه ستونزه د پایپ لاین په اوږدو کې د ماینونو او چاودېدونکو توکو شتون دی چې د کار د پرمخ وړلو لپاره باید پاک شي.
سرچینې وايي چې د پایپ لاین چارې یوازې د ترکمن انجنیرانو او متخصصانو له خوا او د ترکمنستان هېواد د تجهیزاتو په کارولو سره ترسره کېږي او په کاري سیمو کې د افغانانو ونډه تر ډېره د امنیت په تامینولو پورې محدوده ده.
د سیمې یو اوسیدنکي چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل:
"هر سهار د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د تورغونډۍ پر پوله د ترکمنستان اړوند لوی موټرونه او بسونه کارګران کاري سیمو ته لېږدوي او ماښام یې بېرته وړي."
طالب ځواکونه د ټاپي پروژې د امنیت د تامین په برخه کې فعاله ونډه لري
بل پلو، په هرات ولایت کې چېرې چې په وروستیو میاشتو کې د ګازو د بیو لوړېدو او د برېښنا کمښت د خلکو ژوند ستونزمن کړی او د فابریکو فعالیت یې ګډوډ کړی دی، یو شمېر اوسېدونکو یې د ټاپي پایپ لاین د رارسېدو هرکلی کړی.
په دې ولایت کې خلک نه یوازې د دې پایپ لاین له لارې د ګازو د لېږد، بلکې د ګازو د وېش د تاسیساتو د جوړېدو له امله د کاري فرصتونو رامنځته کېدو ته هم هیلهمن دي.
د هرات یوه اوسېدونکي ابو علي هرات ته د دې پایپ لاین رارسېدل د "هیلو یوه رښتینې نښه" وبلله.
هغه ازادي راډیو ته وویل چې "ټول خلک په دې موضوع خوښ دي."
د افغانستان صنعتي سکتور د خپلو ختیځو ګاونډیانو، پاکستان او هند پرتله خورا کوچنی دی، او د لومړنیو پلانونو له مخې ټاکل شوې وه چې افغانستان د ټاپي (TAPI) پایپ لاین له لارې د لیږدېدونکې ګازو یوازې شاوخوا پنځه سلنه برخه ترلاسه کړي.
پاتې ۹۵ سلنه برخه باید د پاکستان او هند ترمنځ په مساوي توګه وېشل شوې وای.
د ټاپي پروژې نامعلوم برخلیک
که څه هم د هرات په شاوخوا کې کار پرمختګ کړی، خو د ټاپي پروژې راتلونکی لا هم له جدي پوښتنو سره مخ دی.
جان رابرټس وايي چې د پاکستان او هند لویو بازارونو ته د دې پایپ لاین غځول خورا لوی اقتصادي اهمیت لري، خو په سیمه کې سیاسي اختلافات او د ترکمنستان زړه نازړه توب چې بهرني پانګه اچوونکي په زیربنايي پروژو کې شامل کړي او کنه د دې پروژې پر وړاندې ستر خنډونه دي.