زېلېنسکي: امریکا د دونباس سیمې د پرېښودو په بدل کې په ناتو کې د اوکراین د غړیتوب وړاندیز کړی

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي ویلي، امریکايي مذاکره کوونکو د لومړي ځل لپاره دا مسله راپورته کړې چې ایا اوکراین چمتو دی د ناټو د غړیتوب په بدل کې له دونباس سیمې خپل پاتې ځواکونه وباسي؟

زېلېنسکي د جمعې په ورځ، د لړم په ۲۲ خبریالانو ته وویل چې اوکراین په اصولو کې د خپلې خاورې له پرېښودو سره مخالف دی، خو که امریکا او د ناټو نور غړي مشخص امنیتي تضمینونه ورکړي، دی چمتو دی چې دغه احتمالي هوکړه له خپل ولس سره شریکه کړي.

هغه ټینګار کړی چې اوکراین به هېڅکله په رسمي ډول خپله خاوره د روسیې په ملکیت ونه پېژني.

د زېلېنسکي د څرګندونو په اړه واشنګټن تر اوسه څه نه دي ویلي.

روسیې له اوږدې مودې راهیسې له ناټو سره د اوکراین د یوځای کېدو مخالفت کړی او د دونباس پر بشپړ کنټرول یې ټینګار کړی دی.

دونباس د اوکراین په ختیځ کې یوه مهمه صنعتي او د ډبرو سکرو بډایه سیمه ده چې د دونېڅک او لوهانسک ولایتونه پکې شامل دي.

په اوس وخت کې روسیه د لوهانسک نږدې ټوله سیمه او د دونېڅک لویه برخه کنټرولوي، خو د دونېڅک ځینې سیمې لا هم د اوکرایني ځواکونو په لاس کې دي.