ملګرو ملتونو له امریکا او ایران څخه غوښتي چې د هرمز تنګي له لارې د کیمیاوي سرو لېږد ته سمدستي اجازه ورکړي

د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر مشر، جورج موریرا دا سیلوا، د شنبې په ورځ د لړم په ۲۳ په ترکیه کې د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس ته وویل چې د کیمیاوي سرو کمښت میلیونونه کسان له بې ‌وزلۍ او لوږې سره مخامخ کولی شي.

نوموړي خبرداری ورکړ چې که د کیمیاوي سرو د کمښت له امله د کرنې موسمونه له لاسه ووځي، ښايي ۴۵ میلیونه کسان د خوړو له سخت کمښت سره مخ شي او ۳۰ میلیونه نور بې‌ وزلۍ ته ټېل وهل شي.

د هغه په وینا، د هرمز تنګي د بندېدو له امله د کیمیاوي سرو بیې ۳۰ سلنه لوړې شوې دي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ویلي چې د بحران د کمولو لپاره هره ورځ د کیمیاوي سرو د پنځو باروړونکو بېړیو تېرېدو ته اړتیا ده.