د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې یوازې پنځه سلنه روغتیايي مرکزونه د شکر ناروغۍ د تشخیص امکانات لري

آرشیف

د روغتیا نړیوال سازمان، ډبلیو ایچ او وايي، په افغانستان کې د شکر یا ډیابیټس ناروغي د عامې روغتیا یوه لویه ستونزه ده او ډېری کسان هغه مهال په خپلې ناروغۍ خبرېږي چې له جدي روغتیايي ستونزو سره مخ شوي وي.

په افغانستان کې د دغه سازمان استازي ډاکټر اېډوین سېنیزا سالوادور د شنبې په ورځ، د نومبر په ۱۴ د شکر ناروغۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت پرخپله ایکسپاڼه لیکلي چې په افغانستان کې له هرو شلو روغتیايي مرکزونو یوازې یو یې د دې ناروغۍ د تشخیص امکانات لري.

نوموړي د دې ناروغۍ د مخنیوي او درملنې لپاره د بېړنۍ پانګونې غوښتنه کړې او له هغو کسانو یې چې عمرونه یې څلوېښت کاله یا تر دې زیات دي، غوښتي چې د خپلې وینې شکر معاینه کړي.

ملګرو ملتونو هم د دې ورځې په مناسبت خبرداری ورکړی چې شکریا ډیابیټس د وخت په تېرېدو د زړه د حملې، مغزي سکتې او ړندېدو خطر ډیرزیاتوي.

د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د شکر ناروغۍ پر وخت تشخیص او درملنه د دغو جدي روغتیايي ستونزو په مخنیوي کې مرسته کولی شي.