ای‌اواېم: په دوو اوونیو کې له ۴۳ زرو زیات کډوال افغانستان ته ستانه شوي

ارشیف، له پاکستان څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو کاروان

د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای‌اواېم) موندنې ښيي چې د روان ۲۰۲۶ کال د اکټوبر میاشتې له ۲۵مې د نومبر تر ۷مې له ګاونډیو هېوادونو څه د پاسه ۴۳ زره او ۴۰۰ کسان او څه د پاسه ۲ زره او ۲۰۰ کورنۍ افغانستان ته ستانه شوي دي.

یاد سازمان په خپل نوي راپور کې چې د جمعې په ورځ د نومبر په ۱۳مه‌یې خپور کړی وايي چې په یاده موده کې نسبت پخوا ته له ایران څخه د ستنو شویو په شمېر کې ۴ سلنه کموالی، خو له پاکستان څخه د ستنو شویو په شمېر کې ۳۵ سلنه زیاتوالی لیدل شوی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ څخه د روان کال د نومبر تر ۷مې پورې څه د پاسه ۴ میلیونه او ۲۹۰ زره کسان له ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

په دې کې څه د پاسه ۲ میلیونه او ۵۶۰ زره تنه له ایران او تقریباً یو میلیون او ۷۳۰ زره کسه له پاکستان څخه خپل هېواد راستانه شوي دي.