د سعودي عربستان په جازان ولایت کې امنیتي خبرداری پای ته ورسېد

ارشیف، د سعودي عربستان امنیتي ځواکونه

د سعودي عربستان د ملکي دفاع ادارې د جمعې په ورځ د دغه هېواد په جنوب لوېدیځ کې د جازان ولایت لپاره د امنیتي خبرداري د پای ته رسېدو خبرتیا خپره کړه.

یادې ادارې له خبرتیا څو دقیقې مخکې، په سیمه کې د احتمالي خطر خبرداری ورکړی و.

جازان ولایت کې د ارامکو کمپنۍ د تېلو یوه تصفیه خونه ده چې د ورځې د ۴۰۰ زره بېرلو خامو تېلو د تصفیې ظرفیت لري.

د سعودي عربستان جنوبي سیمې چې له یمن سره ګډه پوله لري، په مکرر ډول د یمن د ایران‌پلوه حوثيانو د توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو هدف ګرځېدلې دي.

په بریدونو کې د جازان د تېلو د تصفیه‌خونې په شمول پوځي تأسیسات او د انرژۍ زېربناوې په نښه شوې دي.