په امریکا کې د ټولو وتونکو الوتکو الوتنې وځنډول شوې

د امریکا د فدرالي هوايي چلند ادارې له امر وروسته یوه درول شوې الوتکه

په ټوله امریکا کې د وتونکو الوتکو الوتنې ځنډول شوې دي.

د امریکا د فدرالي هوايي چلند ادارې د جمعې په ورځ «د نومبر په ۱۳مه» له غرمې وروسته په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د هوايي ترافیک د کنټرول د مرکزونو په مخابراتي سیستم کې د ستونزې له رامنځته کېدو وروسته‌یې په ټول هېواد کې د وتونکو الوتکو د الوتنو د درولو امر صادر کړی دی.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو راهیسې دوهم ځل دی چې په امریکا کې د ورته تخنیکي ستونزې له امله الوتنې په ټول هېواد کې درول کېږي.

د راپور له مخې، هغو الوتکو ته چې د دې امر له صادرېدو مخکې په هوا کې وې، اجازه ورکړل شوه چې په خپلو ټاکلو ځایونو کې کېني، خو هغو الوتکو ته چې په هوايي ډګرونو کې پر ځمکه وې، د الوتنې اجازه ورنه‌کړل شوه.

د الوتنو د څارنې بنسټ، فلایټ‌اوېر، راپور ورکړی چې د دې ستونزې له امله نږدې اووه زره الوتنې ځنډېدلې یا لغوه شوې دي.

د امریکا د ترانسپورټ وزیر، شان ډافي، په اېکس ټولنیزه شبکه کې په یوه پیغام کې ویلي چې د فدرالي هوايي چلند ادارې د مخابراتي ستونزې له رامنځته کېدو وروسته په ټول هېواد کې د وتونکو الوتنو د درولو امر صادر کړی و.

نوموړي ویلي چې دې ستونزې د هوايي تګ راتګ د ټولو کنټرول مرکزونو فعالیت اغېزمن کړی دی.

هغه زیاته کړې چې د دې ادارې تخنیکي کارکوونکي د ستونزې په څېړلو بوخت دي او د نویو معلوماتو له ترلاسه کېدو سره سم به‌یې له خلکو سره شریک کړي.

روېټرز همدارنګه راپور ورکړی چې د هوايي شرکتونو چارواکو ویلي، د امریکا د فدرالي هوايي چلند ادارې د الوتنو د درولو د امر د لغوه کېدو لپاره کومه مشخصه نېټه او وخت نه‌دی اعلان کړی، خو لومړنۍ نښې ښيي چې په ځینو سیمو کې مخابراتي ستونزې د ښه کېدو په حال کې دي.