د افغانستان او روسیې خصوصي شرکتونو د اقتصادي همکاریو په برخه کې د ۱۰۳ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۵ هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.
د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ دفتر د پنجشنبې په ورځ د لړم په ۲۰ پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې دغه هوکړه لیکونه کابل ته د روسیې د صدراعظم د مرستیال الکسي اوورچوک په مشرۍ د یوه پلاوي د سفر په ترڅ کې لاسلیک شوي دي.
دغه هوکړه لیکلونه افغانستان ته د درملو او خوراکي توکو د واردولو، روسیې ته د تازه مېوو د صادرولو او د سوداګرۍ د پراختیا په اړه دي.
بلخوا، د انټرفاکس خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د حکومت اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر له روسي شرکتونو غوښتي چې په افغانستان کې د کانونو، تېلو او ګازو په استخراج کې پانګونه وکړي.
روسیه تر اوسه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی.