ایران ادعا کوي چې په بحرین کې یې د امریکا یو پوځي رادار په نښه کړی

د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې چې په بحرین کې یې د امریکا د پوځ د مخکېني خبرداري یو رادار په نښه کړی دی.

رویټرز خبري اژانس د جمعې په ورځ، د لړم په ۲۲مه، راپور ورکړی چې سپاه پاسداران دغه ادعا شوی برید د ایران د هرمزګان ولایت په سیریک ولسوالۍ کې پر یوه مخابراتي برج د ادعا شوي هوايي برید په غبرګون کې بللی دی.

د رویټرز په وینا، دا د سپټمبر له لومړیو راهیسې لومړی ځل دی چې ایران د خلیج په یوه هېواد کې د امریکا پر پوځي تجهیزاتو د برید ادعا کوي.

تر اوسه د امریکا او بحرین چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي او د ایران د سپاه پاسداران دا ادعا په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.