د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ دویمه او وروستۍ ټېسټ لوبه نن پیلېږي

ټاکل شوې چې د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه او وروستۍ ټېسټ لوبه نن جمعه، د لړم په ۲۲ د متحده عربي اماراتو په شارجه کې پیل شي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه، چې د لړم تر۱۹ پورې یې دوام وکړ، له ګټونکي پرته مساوي پای ته ورسېده.

په دې لوبه کې زیمبابوې په لومړۍ پاڼۍ کې ۵۰۴ او افغانستان ۵۱۴ منډې جوړې کړې وې. زیمبابوې په دویمه پاڼۍ کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۵۲۳ منډې جوړې کړې وې.