په واشنګټن کې ډزې؛ یو تن وژل شوی او څلور نور ټپیان دي

واشنګټن کې د ډزو سیمه

د امریکا په پلازمېنه واشنګټن کې د پنجشنبې په سهار «د نومبر په ۱۲مه» په ډزو کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

«اېن‌بي‌سي» ټلوېزیون د پولیسو په حواله راپور ورکړی چې پېښه د لوګن سرکل په سیمه کې، یوه ورزشي کلب ته نږدې او له سپینې ماڼۍ څخه شاوخوا یو نیم کیلومتره واټن کې شوې ده.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، شکمن کس په یوې ودانۍ کې سنګر نیولی و او امنیتي ځواکونو سیمه محاصره کړې وه.

خو کله چې له دننه د ‌ډز غږ واورېدل شو پولیس ودانۍ ته ننوتل او هلته‌یې مشکوک کس وموند چې په خپل ډز ټپي شوی دی.

د مشکوک کس وضعیت نه‌دی معلوم، خو «اېن‌بي‌سي» او «فاکس‌نیوز» راپور ورکړی چې مړ شوی دی.

د ډزو انګېزه لا هم نه‌ده روښانه شوې.