د عمران خان دوه خویندې له زندانه خوشې شوې

ارشیف، د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان دوه خویندې

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان دوه خویندې، عظمی خان او نورین نیازۍ، د پنجشنبې په ورځ «د نومبر په ۱۲مه» له څو اوونیو بند وروسته له زندانه خوشې شوې دي، خو درېیمه خور یې، علیمه خان، لا هم په زندان کې ده.

د هغوی وکیل مدثر عمر ویلي چې دغه دوه خویندې په لاهور کې له یوه زندانه وروسته له هغې خوشې شوې چې د هغوی د نیولو حکم وځنډول شو.

د پاکستان حکومت ویلي و چې هغوی د پاکستان تحریک انصاف ګوند د پلان شوي لاریون په درشل کې د امنیتي اندېښنو له امله نیول شوې وې.

خو دغه لاریون ترسره نه‌شو.

د عمران خان دا دوه خویندې یوه ورځ وروسته له هغې خوشې شوې چې نوموړی د سترګو د ستونزې او د وینې د لوړ فشار د درملنې لپاره روغتون ته ولېږدول شو.

عمران خان او مېرمن‌یې چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې په زندان کې دي وايي چې د اداري فساد تورونه چې پرې لګېدلي، سیاسي انګېزه لري، خو د پاکستان حکومت دا ادعا ردوي.