یونسکو: پر زده‌کړو بندیز افغانستان د مسلکي کادرونو له یوه نسله بې‌برخې کوي

ارشیف، د طالبانو له لوري له زده‌کړو منع شوې یوه افغانه زده‌کوونکې.

د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري ادارې (یونسکو) خبرداری ورکړی چې که په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو بندیز دوام وکړي، دغه هېواد به د ښوونکو، روغتیايي کارکوونکو او نورو مسلکي کسانو له یوه بشپړ نسله بې‌برخې شي.

د یونسکو د بېړنیو حالاتو د ښوونې او روزنې د پروګرام همغږې کوونکې هودا جابریان امریکا غږ ته ویلي چې افغانستان د زده‌کړو د یوه بل نسل د له لاسه ورکولو توان نه‌لري او لازمه ده چې نجونې او ښځې بېرته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د تګ اجازه ومومي.

د ملګرو ملتونو د نومبر میاشتې د راپور له مخې، اوس‌مهال شاوخوا ۲.۴ میلیونه افغان نجونې له منځنیو زده‌کړو بې‌برخې دي او په ۲۰۲۶ کال کې هېڅ نجلۍ پوهنتونونو ته نه‌ده شامله شوې.

جابریان ټینګار کړی چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانیستل باید لومړیتوب وي، ځکه د زده‌کړو بدیلې لارې د رسمي ښوونځیو ځای نه‌شي نیولی.