رحمت شاه د ټېسټ کرکټ د توپوهونکو د نړۍ ۱۰ غوره لوبغاړو ته ورسېد

رحمت شاه ۷۳۵ نمرې لري.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تجربه‌کار توپوهونکی رحمت شاه د کرکټ نړیوالې شورا (ای‌سي‌سي) د ټېسټ سیالیو د توپوهونکو په تازه درجه‌بندۍ کې په لومړي ځل د نړۍ ۱۰ غوره لوبغاړو ته داخل شوی دی.

رحمت شاه د زېمبابوې پر وړاندې د افغانستان د دوو ټېسټ سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې ۱۷۳ منډې کړې وې.

نوموړي په دې لوبه کې خپله پنځمه ټېسټ سلیزه ووهله.

دغه لوبه د دواړو لوبډلو د لوړو منډو له امله مساوي پای ته رسېدلې وه.

د کرکټ نړیوالې شورا د نومبر د ۱۱مې د تازه درجه‌بندۍ له مخې، رحمت شاه ۷۳۵ نمرې لري.