د ایران پر فعالیتونو د «جي۷» ډلې اندېښنه

د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو ډلې (جي۷) د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه

د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو ډلې (جي۷) د ایران د حکومت له لوري د غړو هېوادونو په خاوره کې د تاوتریخوالي د پلان شویو فعالیتونو په تړاو «سخته اندېښنه» څرګنده کړې ده.

د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډه اعلامیه کې د بریتانیا د هغو ارزونو ملاتړ شوی چې ایران‌یې د سپټمبر په ۲۷مه د دغه هېواد د فېرفورډ پوځي هوايي اډې له پېښې سره تړلی بولي.

تهران په دې پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

«جي۷» ډلې د اوکراین په جګړه کې له روسیې سره د ایران او شمالي کوریا پوځي مرستې هم غندلي او له تهران‌یې غوښتي چې په سیمه کې د وسله‌والو ډلو ملاتړ ودروي او د خپل اټمي پروګرام په اړه د اټمي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره بشپړه همکاري وکړي.

دې ډلې همداراز د هرمز تنګي له لارې د نړیوالې سوداګرۍ د ګډوډولو او پر ملکي بېړیو د بریدونو په اړه اندېښنه ښودلې او د اوکراین لپاره‌یې د ۲۰۲۷ کال او تر هغه وروسته د اوږدمهالو مالي مرستو پر برابرولو ټینګار کړی دی.