ابوظبي کې د روسیې، اوکراین او امریکا ترمینځ د درې اړخیزو مذاکراتو د لومړۍ ورځې خبرې پای ته ورسیدې

ابوظبي کې د روسي ، امریکايي او اوکرایني چارواکو د سه شنبې د ورځې د غونډې یو انځور

د اوکراین او روسیې مذاکره کوونکو د سې‌شنبې په ورځ، د لړم په ۱۹مه، د امریکا په منځګړیتوب د دوه ورځنیو مذاکراتو لومړۍ ورځ پای ته ورسوله.

خو لا هم څرګنده نه ده چې په دغو خبرو کې څومره پرمختګ شوی دی.

دا مذاکرات د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې لارې موندلو په موخه، د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې ترسره شول. دا له تېر ژمي راهیسې د روسیې او اوکراین د چارواکو لومړنۍ مخامخ لیدنه بلل کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، چې په پاریس کې یې د اوو سترو صنعتي هېوادونو (G7) د ډلې د غونډې په څنډه کې له خپل اوکرایني سیال سره لیدلي ، دغه مذاکرات «ډېر رغنده» وبلل.

هغه وویل: «موږ باور لرو چې په پای کې باید زموږ اروپايي شریکان هم د درې‌اړخیزو مذاکراتو په چوکاټ کې ګډون وکړي؛ ځکه هغوی هم د دې مسئلې د اوږدمهاله حل یوه برخه دي.»

د اوکراین مذاکره کوونکي پلاوي ویلي چې د کی‌یف تمرکز د امنیتي ضمانتونو ترلاسه کول او د تلپاتې سولې ټینګښت دی.

د مسکو له مهمو غوښتنو څخه یوه دا ده چې اوکراین په هېڅ ډول شرایطو کې د ناټو په تړون کې غړیتوب ترلاسه نه کړي.

اوکراین هم له خپلو لوېدیځو شریکانو د امنیتي تضمینونو غوښتنه کړې، څو د جګړې له پای ته رسېدو وروسته په راتلونکي کې د روسیې د بیا برید له ګواښ څخه خوندي پاتې شي.