د ایران ولسمشر له چین سره د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د نښلولو غوښتنه کړې

ارشیف، د افغانستان او چین ترمنځ رېل پټلۍ

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د افغانستان له لارې د اوسپنې پټلۍ د ترانزیټي دهلېز پر جوړولو او د چین د رېل پټلۍ له شبکې سره د هغه پر نښلولو ټینګار کړی دی.

د ایران د ولسمشرۍ د رسمي وېب‌پاڼې د معلوماتو له مخې، پزشکیان د سې شنبې په ورځ «د لړم په ۱۹مه» په تهران کې د اوسپنې پټلۍ د ترانسپورټ نړیوال کنفرانس ته په استولي پیغام کې د هرات-مزار شریف د اوسپنې پټلۍ د جوړولو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

د ایران او افغانستان ترمنځ د خواف–هرات د اوسپنې پټلۍ پروژه شاوخوا ۲۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري چې د جوړېدو کار یې تر ډېره بشپړ شوی، خو تر هرات ښاره‌یې د غځولو کار لا پاتې دی.

ټاکل شوې د هرات-مزار شریف ترمنځ د شاوخوا ۶۵۷ کیلومتره اوږدې پټلۍ په جوړېدو سره افغانستان د ایران او چین ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد په یوه مهمه ترانزیټي لار بدل شي.