مارکو روبیو: پر ایران د نورو پوځي بریدونو اړتیا نه‌وینو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، پر ایران د اقتصادي فشارونو د اغېز له امله، واشنګټن اوس پر دغه هېواد د نورو پراخو پوځي عملیاتو اړتیا نه‌ویني.

روبیو د سې شنبې په ورځ «د لړم په ۱۹مه» په پاریس کې د اوو سترو صنعتي هېوادونو یا «جي۷» د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته وویل، پر ایران اقتصادي فشارونه دومره سخت دي چې نور پراخ پوځي عملیات اړین نه‌دي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ایران د جګړې د پای ته رسېدو لپاره په ډیپلوماتیکو هڅو کې د پرمختګ خبر ورکړی دی.

بل‌خوا، ایران ویلي چې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره‌یې وړاندیز لا هم پر خپل ځای دی، خو واشنګټن باید د بندیزونو د لیرې کولو او د ایران د کنګل شویو شتمنیو د خوشې کولو په ګډون د تهران غوښتنې ومني.

قطر او پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره منځګړیتوب کوي.