د طالبانو حکومت تایید کړه چې د جمهوریت د مهال امنیتي چارواکی الله داد فدايي، چې د اعتراف یوه ویډیو یې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، د دوی په توقیف کې دی.
د طالبانو د حکومت یوې سرچینې نن سې شنبې، د لړم په ۱۹مه، ازادي راډیو ته یوازې د نوموړي توقیف تایید کړ، خو په دې اړه یې نور معلومات ورنه کړل.
په دې وروستیو کې طالبانو ته نږدې رسنیو د الله داد فدايي یوه ویډیو خپره کړې چې نوموړی پکې ظاهراً د طالبانو په بند کې اعتراف کوي چې د جنرال سمیع سادات په مشرۍ د افغانستان له متحدې جبهې سره یې په لغمان او نورستان ولایتونو کې د طالبانو پر ضد د بریدونو پلان جوړ کړی و.
دا نده څرګنده چې له نوموړي څخه دا اعتراف په کومو شرایطو کې اخیستل شوی دی.
د افغانستان متحدې جبهې د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې منلې چې الله داد فدايي د دې جبهې یو باوري قوماندان و، خو ټینګار یې کړی چې نوموړي تر اوسه د دوی په استازولۍ د طالبانو پر ضد په پوځي عملیاتو کې برخه نه وه اخیستې. د دې جبهې مشر جنرال سمیع سادات ویلي چې د فدايي د خوشې کولو لپاره به له ټولو ممکنه لارو کار واخلي.
الله داد فدايي د جمهوریت پر مهال د څو ولایتونو امنیه قوماندان پاتې شوی او د نیول کېدو راپورونه یې د تېرې اګست میاشتې په وروستیو کې خپاره شوي وو.