ولسمشر ټرمپ وايي د دفاع د وزیر پر ځای دې د افغانستان او عراق جګړې مسوولین استیضاح شي

ولسمشر ټرمپ د دفاع له وزیر پيټ هیګسټ سره

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دفاع د وزیر پيټ هیګسټ د استیضاح په درشل کې د هغه دفاع کړې ده.

ټرمپ پرون په سپينه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي چې د پيټ هیګسټ پر ځای دې هغه کسان استیضاح شي چې د ده په خبره د افغانستان، عراق او ویټنام جګړه یې مخته وړله.

هغه دا جګړې ناکامه بللي. خو ویلي یې دي چې پيټ هیګسټ د وینزویلا او ایران جګړې وګټلې.

د امریکا د استازیو جرګې جمهوري غوښتونکي استازي توماس مسي د دفاع د وزیر پيټ هیګسټ د استیضاح طرحه وړاندې کړې او استدلال کوي چې پيټ هیګسټ د کانګرس له قانوني اجازې پرته د ایران جګړه مخته وړې او د دفاع د وزیر په توګه له خپلو واکونو پورته تللی.

ټرمپ پخوا هم د افغانستان جګړه او له هغه ځایه د راوتلو بهیر ګډوډ او ناکام بللی و خو پخواني ولسمشر جوبایډن ویلي و چې د افغانستان د جګړې د ختمولو لپاره متعهده و او نه یې غوښتل بل ولسمشر ته دا پروسه پریږدي.