د سکاټلنډ د کرکټ اداره وايي له افغانستان سره لوبې نه کوي

د افغانستان او سکاټلنډ یوه پخوانۍ لوبه

د سکاټلنډ د کرکټ ادارې اعلان کړی چې د کرکټ د نړیوالې شورا له لوبو پرته له افغانستان سره نړیوالې سیالۍ نه کوي.

دغې ادارې پرون په خپله اعلامیه کې ویلي چې د بورډ مشرانو یې دا پرېکړه «د کرکټ په ورزش کې د ښځو او نجونو د ګډون او پرمختګ» تګلارې ته په کتو کړې ده.

«کرکټ سکاټلنډ» ویلي د افغانستان د کرکټ له ملي ټیم سره د کرکټ د نړیوالې شورا له لړیو پرته چې د یادې شورا د قوانینو او مقرراتو په اساس تنظیمیږي له هر ډول دوه اړخیزو، درې اړخیزو او تمریني لوبو ډډه کوي.

په بیان کې زیاته شوې تر هغو دا پریکړه پر ځای ده چې په افغانستان کې د ښځو د کرکټ او په لویه کې د بشري حقونو په وضعیت کې بدلون نه وي راغلی.

د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د نړۍ ځینو نورو ټیمونو له هغې ډلې اسټرالیا او انګلستان هم له افغانستان سره د دوه اړخیزو لوبو څخه ډډه کړې خو په نړیوالو جامونو کې یې لوبې ورسره کړي.