د افغانستان ښځو ته د «چاټم هوس» ۲۰۲۶ کال جایزه ورکړل شوه

چاټم هوز کې افغان ښځو ته د جایزې د ورکړې مراسم

د بریټانیا د نړیوالو چارو شاهي انسټيټوټ – چاټم هوس د افغانستان ښځو ته د چاټم هوس ۲۰۲۶ کال جایزه ورکړه.

دغه بنسټ په خپله ایکس پاڼه په دې اړه یو بیان ورکړی او ویلي یې دي چې دا جایزه یې افغان ښځو ته د سیستماتیک جنسیتي ځورونې پر وړاندې د هغوی د شجاعت او درېدو د درناوي په پار، او د ښځو او نجونو د حقونو او راتلونکي د دفاع لپاره ورکړه.
په بیان کې راغلي چې د بریټانیا پخوانۍ صدراعظمې تیریزا مې د افغان ښځو په استازولۍ دا جایزه د افغانستان د ښځینه و د فوټبال ملي ټیم پخوانۍ ګول کیپرې الهې صفدري ته وسپارله.

پرون په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د افغان ښځو ځینو فعالانو له هغې ډلې شهرزاد اکبر، فوزیه کوفي او اورځلا نعمت هم ګډون کړی و.