د اسرائیلو ولسمشر اسحاق هرتزوګ د «یاشار» د ګوند مشر، ګادي ایزنکوټ د نوي حکومت په جوړولو مکلف کړ.
ایزنکوټ د بنیامین نتانیاهو سیاسي رقیب دی.
هرتزوګ له سیاسي ګوندونو سره تر سلا مشورو وروسته، د یکشنبې په ورځ ایزنکوټ ته د حکومت جوړولو دنده وسپارله.
د جمهوري ریاست دفتر وویل، په داسې حال کې چې د پارلمان ۶۷ غړو ایزنکوټ ته د حکومت جوړولو د دندې د سپارلو ملاتړ کړی، ۴۶ نورو غړو د نتانیاهو ملاتړ کړی دی.
ایزنکوټ ۲۸ ورځې وخت لري چې د بېلابېلو ګوندونو د ملاتړ په ترلاسه کولو سره نوی حکومت جوړ کړي.
دا موده ښايي ۱۴ ورځې نوره هم وغځول شي.
خو د نوي حکومت جوړول له ننګونو سره مخ دي، ځکه چې د ایزنکوټ سیاسي ائتلاف د پارلمان له ټولو ۱۲۰ څوکیو څخه یوازې ۴۸ څوکۍ لري، په داسې حال کې چې د حکومت جوړولو لپاره د لږ تر لږه ۶۱ استازو ملاتړ ته اړتیا ده.
ایزنکوټ ویلي، هڅه به وکړي چې یو پراخ ائتلافي حکومت جوړ کړي.
که نوموړی د حکومت په جوړولو بریالی نهشي، ښايي د حکومت جوړولو فرصت یو ځل بیا بنیامین نتانیاهو ته ورکړل شي.