د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، تر هغه چې د سولې په بهیر کې پرمختګ موجود وي، تر ډېره یې اړتیا نه لیدل کېږي چې پر ایران نوي هوایي بریدونه وشي.
ټرمپ د نومبر په اتمه له سي ای ان سره په یوه ټلیفوني مرکه کې وویل: «دا په دې پورې اړه لري چې آیا [د ایران مذاکره کوونکي] یو ډېر پیاوړی تړون لاسلیک کوي او که نه. ځواب دا دی: ښايي ډېره ضروري نه وي»
ټرمپ دا هم وویل چې که بریدونه بیا پیل شي، امریکایي ځواکونو واردمخه د ایران ځینې مهم بنسټیز تاسیسات ټاکلی چې پکې ۳۸ پلونه هم شامل دي او په یوه ساعت کې به له منځه یوړل شي.
ټرمپ همدارانګه په تروث سوشیال کې د "Task Force Iron Gate" (د اوسپنیزې دروازې ځواک) په نوم د یوې ځانګړې ډلې یادونه کړې چې په خبره یې کسپین سمندرګي او نورو ځمکنیو لارو څخه د ایران د پرمختللو وسلو او بندیز لاندې توکو د لېږد رالېږد مخه به نیسي.
ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې داسې وخت کړي چې دواړه لوري لا هم د هرمز تنګي په سیمه او شاوخوا کې، پر سمندري بېړیو او ساحلي تاسیساتو محدود بریدونه کوي.