د روسیې د بریدونو په سبب د اوکرایین د ختیځو سیمو برېښنا پرې شوې او ۶ لکه کسان په تیاره کې ناست دي

د برېښنا نشتوالی د اوکرایین ختیځې سیمې تیاره کړي

د اوکرایین پر بریښنايي تاسیساتو د روسیې د بریدونو په دوام د اوکرایین د ختیځمو سیمو شاوخوا شپږ لکه اوسیدونکي د یکشنبې په ورځ له برېښنا بې برخې شوي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي ویلي چې د هېواد په پراخو سیمو کې خلک اوسمهال له برېښنا پرته د ژمي له سړې هوا سره مخ دي.

یوه ورځ مخکې، زیلینسکي پر خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین هم تور پورې کړی و چې غواړي په ابوظبي کې د راتلونکو خبرو په درشل کې، اوکرایین په تیارو کې کېنوي او پر دغه هېواد اعظمي فشار راوړي.

ټاکل شوې ده چې د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو، د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبي کې د روسیې، اوکراین او متحده ایالاتو ترمنځ د درې اړخیزو خبرو اترو لومړی پړاو ترسره شي.

امریکایي مذاکره کوونکي هڅه کوي چې د ژمي له پیل مخکې په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو په لور پرمختګ وکړي.