په ترکیه کې د ۶۳ افغان کډوال نیول کېدل؛ دا کډوال له ایران څخه ترکیې ته تر اوښتو وروسته نیول شوي

د افغان کډوالو یو عکس د ترکیې پولو ته نږدې

د ترکیې پولیسو ۶۳ افغان کډوال په سرحدي ولایت حکاري کې نیولي دي.

حکاري له ایران سره ګډه پوله لري. د دغه ولایت په مطبوعاتي اعلامیه کې راغلي چې دا افغان کډوال د جمعې په ورځ د ترکیې خاورې ته په ناقانونه توګه په اوښتلو سره د پولیسو له خوا ونیول شول.

همداراز یو کس د دوی د قاچاق په تور هم نیول شوی.

اخوا د ترکیې د کورنیو چارو وزارت په حواله هم راغلي چې په ګڼو ولایتونو کې یې څه باندې ۲۰۰۰ کسان چې په غیر قانوني توګه اوسیږي تر څار لاندې نیولي.

د ترکیې چارواکو ویلي چې په اوبو او وچه کې یې د ناقانونه کډوالو د مخنیوي لپاره عملیات جاري ساتلي.

افغان کډوال اکثر له ایران څخه ترکیې ته په ناقانونه توګه اوړي او بیا له هغه ځایه د اوبو یا وچې له لارې اروپا ته ځي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د داسې ناقانونه کډوالیو په شمېر کې له کمښت سره سره لا هم خطرناکې لارې د خلکو ژوند اخلي او په ۲۰۲۶ کال کې تر اګست پورې لږ تر لږه ۴۶ کډوال په اوبو کې مړه شوي.