د افغانستان او ازبکستان سوداګرو د یکشنبې په ورځ د څه باندې ۱۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې د معلوماتو اساس د خوراکي موادو، پوښاک، ساختماني موادو، صادراتو او وارداتو په برخه کې شاوخوا ۱۸ تړونونه شامل دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال مجیب الله شیرزاد په دې تړاو کابل کې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې دا تړونونه د اقتصادي همکاریو د لا پراختیا لپاره مهم بللي.
د ازبکستان د صادروونکو د ټولنې مشر یارقین ملکوف هم ویلي چې له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه له دوه میلیارد ډالرو اوښتې ده او سوداګري لا پراخیږي.
شاوخوا ۹۰ فیصده دا سوداګري له ازبکستانه د غنمو او اوړو، تیلو او ساختماني موادو او برېښنا واردات دي او برعکس افغانستان بیا وچې او لمدې میوې، قیمتي ډبرې او معدني مواد ورلیږي.