د روسیې دفاع وزارت وايي، ځواکونو یې د اوکراین د پوځ د استفادې وړ د انرژۍ تاسیسات او په تور سمندرګي کې د وسلو او پوځي تجهیزاتو یوه لېږدوونکې بېړۍ په نښه کړې ده.
دغه وزارت نن یکشنبه، د لړم په ۱۷ اعلان وکړ چې روسي ځواکونو د اوکراین په ژیتومیر ولایت کې د برېښنا پر یوې فابریکې برید کړی دی. د مسکو په وینا، دغې فابریکې د اوکراین دفاعي صنعتونو ته برېښنا برابروله.
د روسیې دفاع وزارت دغه راز ادعا کړې چې د اوکراین د اودیسې بندري ښار په جنوب لوېدیځ کې یې د پوځي تجهیزاتو یوه لېږدوونکې بېړۍ هم په نښه کړې ده.
دا ادعاوې تر اوسه خپلواکو سرچینو نه دي تایید کړې.
دا بریدونه داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې د نومبر په لسمه او یوولسمه په ابوظبۍ کې د امریکا، روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې خبرې وشي.