د پولنډ په کراکوف ښار کې د ډزو د پېښې د قربانیانو شمېر لوړ شوی

د پولنډ په کراکوف ښار کې د شنبې ورځې د ډزو په پېښه کې د وژل شویو شمېر شپږو او د ټپیانو لږترلږه پنځلسو ته لوړ شوی دی.

د فرانسپرس خبري اژانس د راپورله مخې پولیسو د برید په تړاو د مشکوک کس په کور کې د دوو ښځو او یوه سړي مړي هم موندلي دي. د پولنډ صدراعظم ډونالډ توسک ویلي، داسې ښکاري چې دا درې کسان د بریدګر د کورنۍ غړي دي.

د پولیسو په وینا، بریدګر چې ۲۴ کلن پولنډی دی، د کراکوف ښار په مرکزي تاریخي بازار کې پر خلکو ډزې وکړې. د هغه د نیولو پر مهال دوه پولیس هم ټپیان شول او بریدګر د پولیسو په ډزو تر ټپي کېدو وروسته ونیول شو.

چارواکي وايي، بریدګر له سختدریځو ښي اړخو افکارو اغېزمن و او په برید کې یې له نیمه اتومات ټوپک څخه کار اخیستی دی.

دا په تېرو څو لسیزو کې په پولنډ کې د ډزو تر ټولو خونړۍ پېښه بلل شوې ده.