پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې الفلاح بانک له څه باندې دوو لسیزو فعالیت وروسته په افغانستان کې خپل بانکي خدمات بند کړي او خپل فعالیتونه یې د غضنفر خصوصي بانک ته سپارلي دي.
پاکستانۍ ډان ورځپاڼې او یو شمېر نورو رسنیو د شنبې په ورځ، د لړم په ۱۶مه، د الفلاح بانک د یوې خبرپاڼې په حواله راپور ورکړی چې د دغه بانک د شتمنیو د پلور معامله د لړم په ۱۴مه، د افغانستان او پاکستان د اړوندو څارونکو ادارو له تایید وروسته، وروستۍ شوې ده.
الفلاح بانک ویلي چې په افغانستان کې یې خپل بانکي فعالیتونه درولي او د اړوندو مقرراتو له مخې به د خپلو څانګو د تړلو بهیر بشپړ کړي.
دغه بانک په ۲۰۰۵ کال کې خپله لومړنۍ څانګه په کابل کې پرانیستې وه او وروسته یې هرات ته هم فعالیتونه وغځول.
الفلاح بانک په افغانستان کې دودیز او اسلامي بانکي خدمات وړاندې کول.