د بشري حقونو فعاله زهره وندا د « افغانان د مخ په ودې تفکرلپاره» په نوم د یوې نادولتي موسسې له خوا د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو لپاره د «ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان ځوانان» په نوم د مدني پروګرام د نوې استازې په توګه ټاکل شوې ده.
دې موسسې د جمعې په ورځ، د لړم په ۱۵مه ناوخته، پر خپله ایکسپاڼه د دې خبر په خپرولو سره ویلي چې زهره وندا له دریو نورو نوماندانو سره تر وروستۍ سیالۍ وروسته د داورانو د رایو پر بنسټ دې دندې ته غوره شوې ده.
په جنیوا کې د افغانستان پخوانۍ سفیرې او د دې پروګرام د داورانو د پلاوي غړې ثریا دلیل د شنبې په ورځ، د لړم په ۱۶مه، پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د افغانستان د راتلونکي په اړه هېڅ بحث باید د دغه هېواد د ځوانانو له حضور او ګډون پرته ترسره نه شي.
دا دنده په ملګرو ملتونو کې کوم رسمي ډیپلوماتیک مقام یا حکومتي ګومارنه نه ده، بلکې د یوې مدني ټولنې خپلواک نوښت دی چې ځوانانو ته د ملګرو ملتونو په غونډو کې د وینا کولو او د خپلو حقونو د غوښتلو زمینه برابروي.
زهره وندا واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته اروپا ته کډواله شوې او له افغان کډوالو سره د مشورو، د بشري حقونو او د ښځو د حقونو د ملاتړ په برخو کې فعالیت کوي.
د «افغانان د مخ په ودې تفکر لپاره » بنسټ د زهره وندا ټاکنه په نړیواله کچه د افغان ښځو او ځوانانو د غږ رسولو او د هغوی د غوښتنو او اندېښنو د مطرح کولو لپاره یو مهم فرصت بللی دی.
د «ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان ځوانان» په نوم مدني پروګرام په ۲۰۱۸ کال کې د همدې نادولتي موسسې له خوا پیل شو. د دې پروګرام موخه دا ده چې په نړیوالو بحثونو کې د افغان ځوانانو غږ واورېدل شي.
د دغه پروګرام له مخې، هر کال یو افغان ځوان، چې غوره ګڼل کېږي ښځه وي، د استازي په توګه ټاکل کېږي، څو د ملګرو ملتونو په غونډو کې د افغانستان د ځوانانو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، نظرونه، د بشري حقونو ستونزې او غوښتنې مطرح کړي.