ایران د شنبې په ورځ محمدعارف شه بخش، چې د بلوچستان اوسېدونکی و، د سیستان او بلوچستان په ولایت کې د پولیسو پر یوې پوستې په وسله وال برید کې د لاس لرلو په تور اعدام کړ.
ایراني رسنیو د شنبې په ورځ، د لړم په ۱۶مه، راپور ورکړی چې شه بخش د جیش العدل ډلې د غړیتوب او د «بغي» او «محاربې» په تورونو محکوم شوی و.
د دغو رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران قضايي چارواکو ویلي چې په دغه برید کې یو شمېر پولیس وژل شوي او ټپیان شوي وو، خو د برید کره نېټه او د مرګ ژوبلې شمېر یې نه دی څرګند کړی.
د ایران د اسلامي جمهوریت په قوانینو کې «بغي» د نظام پر ضد وسله وال پاڅون ته ویل کېږي.
د بشري حقونو سازمانونو په وار وار د «محاربې» او «بغي» په څېر تورونه مبهم سیاسي او امنیتي تورونه بللي او په ایران کې یې د محاکمو پر ناڅرګندو او ناعادلانه بهیرونو نیوکې کړې دي.
جیشالعدل ډله، چې د ایران په جنوب ختیځ کې فعالیت کوي، د ایران او امریکا له خوا ترهګره ډله بلل شوې ده. خو دا ډله ادعا کوي چې د بلوڅ لږکیو د حقونو لپاره مبارزه کوي. په ایران کې د اعدامونو زیاتېدو هم نړیوالې اندېښنې راپارولې دي.
د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې، مای ساتو، تېره اوونۍ په ایران کې د بېړنیو محاکمو او عادلانه محاکمې ته د لاسرسي د حق د نقض په اړه خبرداری ورکړی و.