د ملګروملتونو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د سرمنشي مرستیال الکساندر زویف ویلي چې د داعش ډلې خراسان څانګې د بې پیلوټه الوتکو په ګډون عصري تاکتیکي تجهیزات ترلاسه کړي دي.
زویف دا څرګندونې پرون جمعه د (سبټمبر ۶مه) د ازبکستان په سمرقند ښار کې د شانګهای پلس په یوې امنیتي ناسته کې کړي دي.
هغه وړاندې ویلي چې د داعش ډلې غړو د دغو وسیلو د عملي کارونې روزنې هم بشپړې کړي دي.
د زویف په ټکو چې انټرنیټ او انلاین اړیکو په مجازي فضا کې د ترهګرو ډلو د جلب او جذب له کبله منځنۍ اسیا د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې زیان منونکې کړې ده.
په همدې ناسته کې د طالبانو د حکومت د استخباراتو د ادارې مشر عبدالحق وثیق ویلي چې داعش وسله واله ډله د اړیکو ټینګولو، مالي تمویل او تبلیغاتو لپاره د ټیلګرام او ټیک ټاک ټولنیزې شبکې څخه کار اخلي.
د هغه په ټکو، "د مصنوعي ځیرکتیا په اوسني وخت کې داعش د ټولې نړۍ لپاره یو ګواښ دی ".
وثیق وړاندې وویل چې طالبان د دغه "نړیوال دښمن "د تخنیکي امکاناتو د له منځه وړلو په برخه کې له سختو محدودیتونو سره مخ دی.
وثیق د دغو محدودیتونو په اړه جزییات ور نه کړل، خو د ټکنالوژۍ له شرکتونو یې وغوښتل چې د داعش پر وړاندې مبارزه کې د طالبانو له حکومت سره همکاري وکړي.
د طالبانو حکومت د خپلې واکمنۍ په تیرو څه باندې پنځو کلونو کې په ځلونو ادعا کړې چې په افغانستان کې یې داعش وسله واله ډله په کلکه ځپلې ده.
د شانګهای پلس په دې ناسته کې د ۲۴هېوادونو او پنځو نړیوالو سازمانونو۳۳ پلاوو ګډون کړی و.
د ناستې اجنډا د ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا پراختیا او ترهګرۍ او امنیتي ګواښونه و.