اسلام‌اباد افغانستان ته د افغان کډوالو د لېږلو په اړه د امریکا وړاندیز ارزوي

ارشیف، هغه افغان پناه غوښتونکي چې د تخلیې پر مهال له افغانستانه امریکا ته لېږدول شوي و.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت تأیید کړه چې اسلام‌اباد د امریکا د حکومت هغه وړاندیز ارزوي چې له مخې یې افغان وګړي له امریکا څخه د پاکستان له لارې ایستل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې یوې امریکایي فدرالي محکمې په روانه اوونۍ کې افغانستان ته د لسګونو افغانانو د لېږلو پلان وځنډاوه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، سجاد حیدر خان، د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې "دا موضوع اوس‌مهال تر ارزونې لاندې ده او ټول اړوند اړخونه‌یې له ښکېلو خواوو سره په سلا مشوره په دقت څېړل کېږي".

د امریکا یوې فدرالي محکمې د سې‌شنبې په ورځ له امریکا څخه د څه د پاسه ۱۵۰ افغان کډوالو د ایستلو پلان وځنډاوه.

د کډوالو د حقونو مدافع ډلو ویلي چې د دغه اقدام له امله د یادو افغانانو ژوند له خطر سره مخ کېدای شو.

امریکایي رسنیو تېره اوونۍ راپور ورکړ چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ له‌خوا د کډوالۍ د محدودیتونو د تازه اقداماتو په لړ کې به په امریکا کې مېشت دغه افغانان د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدول شي.

د طالبانو حکومت د دغو راپورونو په غبرګون کې جدي اندېښنه څرګنده کړې او پرته له دې چې د پاکستان نوم واخلي له درېېمو هېوادونو هم غوښتي چې د لنډمهالو امتیازاتو لپاره د نورو هېوادونو د اتباعو پر برخلیک معامله ونه‌کړي.

امریکا کې د افغان کډوالو د ملاتړ سازمان (افغان‌ایوک) ویلي چې په دې ډله کې د هغو افغانانو خپلوان هم شامل دي چې په ۲۰۲۱ کال واک ته د طالبانو له ستنېدو مخکې یې په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو سره مرسته کړې ده.