قطر وايي، د دغه هېواد امیر، شیخ تمیم بن حمد ال ثاني، د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې د قطر د منځګړیتوب پر هڅو خبرې کړې دي چې موخهیې د سیمې د کړکېچ د پای ته رسولو لپاره یوې «هر اړخیزې هوکړې» ته رسېدل دي.
د قطر د امیر دیوان په هغه اعلامیه کې چې د جمعې په ورځ «د لړم/ عقرب په ۱۵مه» خپره شوې، ویل شوي چې شیخ تمیم بن حمد ال ثاني په دې خبرو کې «د مذاکراتو پر دوام، د اختلافاتو په حل او د کړکېچ د زیاتېدو د مخنیوي لپاره د ډیپلوماتیکو لارو چارو پر کارولو» ټینګار کړی دی.
دا ټیلیفوني خبرې په داسې حال کې شوې دي چې قطر د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب هڅو ته دوام ورکوي، څو د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې هوکړې ته لاره هواره شي.
یوه لوړپوړي ایراني چارواکي د پنجشنبې په ورځ روېټرز خبري اژانس ته ویلي، ایران د قطر له لارې واشنګټن ته د خپل اټمي پروګرام په اړه یو وړاندیز سپارلی دی.
د دغه چارواکي په وینا، امریکا دا وړاندیز ارزوي، خو د خبرو اترو پیل په دې پورې تړلی چې واشنګټن لومړی د تهران اووه غوښتنې ومني.
په دغو غوښتنو کې د بندیزونو لغوه کول، کنګل شویو شتمنیو ته لاسرسی، په ټولو جبهو کې د جګړې پای ته رسول او د جګړې د زیانونو جبران شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن ټینګار کوي چې د اټمي پروګرام موضوع باید په لومړنیو مذاکراتو کې شامله وي.