د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه له طالبانو سره د تخنیکي خبرو له پیل سره سره، د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو کوم پلان نه لري.
د فرانسپرېس خبري آژانس د راپور له مخې، د دغه وزارت ویاند پاسکال کنفاورو د پنجشنبې په ورځ د لړم په ۱۴ دا هم رد کړه چې ګواکې د طالبانو استازي په اوس وخت کې په پاریس کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې حضور لري.
تر دې مخکې د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لوران نونیز له طالبانو سره د افغان کډوالو د ایستلو په اړه خبرې تایید کړې وې.
د طالبانو حکومت په دې اړه تازه څرګندونې ندي کړې خو له دې مخکې یې یوې معتبرې سرچینې ازادي راډیو ته یوازې دومره ویلي چې اروپایي هیوادونه د افغان کډوالو د جبري ستنولو په اړه له طالبانو سره په تماس کې دي.
په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ریچارډ بېنېټ په ګډون د ملګروملتونو کارپوهانو افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو د جبري ستنولو د احتمالي پایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.