سپینې ماڼۍ د اوکراین لپاره د امنیتي تضمینونو ترڅنګ د اروپا د امنیت او ثبات لپاره د یوه پراخ پلان وړاندیز کړی دی. دا وړاندیز په داسې حال کې شوی چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې د امریکا، روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې درې اړخیزې خبرې وشي.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازي جېرډ کوشنر د لړم په ۱۴ وویل چې په دغه پلان کې د امنیتي مشورو دوام، د کړکېچ پر مهال مستقیمې اړیکې، د پوځي فعالیتونو روڼتیا او د تاوتریخوالي د خطرونو کمول شامل دي.
د ازادې اروپاـ ازادی راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپورله مخې کوشنر ټینګار کړی چې دغه چوکاټ به د ټولو هېوادونو حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی کوي او ناټو به د اروپا په ګډه دفاع کې خپل مرکزي رول وساتي.
ولسمشر ټرمپ هم له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین د ځانګړي استازي سره تر کتنې وروسته ویلي چې یوه لوی تړون ته رسېدل نږدې ښکاري، چې نه یوازې اوکراین، بلکې ټوله اروپا به پکې شامله وي.
خو ځینو کارپوهانو اندېښنه څرګنده کړې چې د اروپا د امنیت په اړه پراخې خبرې ښايي روسیې ته د ناټو پر راتلونکي جوړښت د اغېز لرلو زمینه برابره کړي.