سکاټ پیټرز: امریکا باید له خپلو افغان متحدانو سره پر کړې ژمنې ودرېږي

د امریکا د استازو جرګې غړي سکاټ پیټرز د افغانانو د احتمالي ایستلو په اړه د اندېښنو په دوام ټینګار کړی چې امریکا باید له هغو افغانانو سره پر خپلې ژمنې ودرېږي چې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ یې کار کړی دی.

پیټرز د پنجشنبې په ورځ د لړم په ۱۴ په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د دغو افغانانو او د هغوی د کورنیو بېرته طالبانو ته سپارل د امریکا له ژمنو سرغړونه ده.

نوموړي همداراز ویلي چې قانون جوړوونکي به د افغانانو په ایستلو کې د پاکستان د احتمالي رول په اړه د ځوابونو غوښتلو او د افغانانو د خوندیتوب لپاره د قانوني اقداماتو هڅو ته دوام ورکړي.

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د نومبر پر دویمه د پیټرز په مشرۍ د کانګرس ۶۶ غړو د ټرمپ له ادارې افغانستان ته د افغان کډوالو د ایستلو د پلان د لغوه کولو غوښتنه وکړه.

په همدې حال کې، د نیویارک یوې فدرالي محکمې افغانستان یا پاکستان ته د یو شمېر افغانانو ایستل ترشنبې د نومبر تر اوومې نیټې پورې په موقت ډول درولي دي.

د افغان کډوالو ملاتړي سازمان افغان ایواک بیا د پنجشنبې په ورځ د لړم په ۱۴ وویل چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د قانون پلي کولو ادارې د دغو افغانانو د ایستلو لپاره د نومبر۱۶ نوې نیټه ټاکلې ده.