د ترکیې پارلمان له سعودي عربستان او پاکستان سره ګډ دفاعي تړون تصویب کړ

د ترکیې پارلمان د پنجشنبې په ورځ د لړم په ۱۴ له سعودي عربستان او پاکستان سره ګډ دفاعي تړون تصویب کړ چې له مخې یې انقرې ته لاره هوارېږي څو د اړتیا په صورت کې د سعودي عربستان پوځي ملاتړ وکړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه تړون چې د مکې د ګډ دفاعي تړون په نوم یادېږي، د روان کال په اګست میاشت کې د درېیو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوی و.

د تړون له مخې، پر یوه غړي هېواد برید پر ټولو غړو هېوادونو برید ګڼل کېږي.

دا اقدام داسې مهال کېږي چې سعودي عربستان د یمن د ایران پلوه حوثي وسله ‌والو له بریدونو سره مخ دی.

د ترکیې د واکمن ګوند یوه استازي تېره میاشت رویټرز ته ویلي وو چې سعودي عربستان ته د ترکي پوځیانو د استولو لپاره به حکومت د پارلمان اجازې ته اړتیا ولري.

د اسوشېټېډ پرېس د راپور له مخې، دغه لس کلن تړون چې په ۲۷۹ موافقو او ۱۱۹ مخالفو رایو سره تصویب شوی، د استخباراتي معلوماتو شریکول، ګډ پوځي تمرینونه او دفاعي همکاري هم پکې شامل دي. خو سعودي عربستان ته د ترکي پوځیانو استول د پارلمان جلا اجازې ته اړتیا لري.