د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) په افغانستان کې د ډینګي تبې د پېښو د زیاتېدو خبرداری ورکړی دی.
دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ (د لړم/ عقرب ۱۴مه) پر خپله اېکسپاڼه په یوه خبرپاڼه کې له خلکو غوښتي چې د دې ویروسي ناروغۍ نښې او علایم وپېژني.
د دغه سازمان په وینا، لوړه تبه، سر درد، د سترګو شاته درد، زړه بدوالی، د عضلاتو او بندونو درد او د پوستکي دانې د ډینګي تبې مهمې نښې دي.
دا ناروغي معمولاً له دغو نښو څخه له دوو یا زیاتو نښو سره مل وي.
د روغتیا نړیوال سازمان د ناروغانو تازه شمېر نهدی خپور کړی، خو تر دې مخکې یې د روان کال په اپرېل میاشت کې په افغانستان کې د ډینګي تبې لږ تر لږه د ۲۸۳ پېښو د ثبت خبر ورکړی و.
ډینګي یوه ویروسي ناروغي ده چې ډېری وخت د ککړو غوماشو د چیچلو له لارې انسانانو ته لېږدول کېږي.
که د دې ناروغۍ درملنې او پاملرنې ته پر وخت پام ونهشي، خطرناکه او ان وژونکې کېدای شي، خو په وخت تشخیصیې د درملنې زمینه برابروي او ډېری ناروغان ترې بېرته رغېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د دې ناروغۍ واکسین د ټولو خلکو لپاره مناسب نهدی او د غوماشو له چیچلو څخه مخنیوی یې د مخنیوي تر ټولو مهمه لار ده.