په امریکا کې د افغان کډوالو ملاتړی سازمان، «افغانایوک» وايي هغه الوتنه ځنډول شوې ده چې ټاکل شوې وه یو شمېر افغانان د پاکستان له لارې له امریکا څخه افغانستان ته وشړي.
دې سازمان د سېشنبې په ورځ «د نومبر په درېیمه» په خپلو ټولنیزو رسنیو کې په یوه یادداښت کې لیکلي چې دا پرېکړه د امریکايي پخوانیو سرتېرو، د کډوالو د حقونو د مدافعانو، د کانګرس د غړو او د یو شمېر امریکايي وګړو لهخوا د فشارونو له زیاتېدو وروسته شوې ده.
د افغانایوک په وینا، د یوې فدرال محکمې حکم هم د دغو کسانو د شړلو پر وړاندې د خوندیتوب یو بل لامل برابر کړی دی.
خو افغانایوک ټینګار کړی چې د الوتنې ځنډېدل د شړلو د پلان د لغوه کېدو په معنی نهدی، ځکه د دې سازمان په وینا، هغه افغانان چې د ایستلو لپاره په پام کې نیول شوي، لا هم په بند کې دي او د پاکستان له لارې د هغوی د لېږدولو پلان بېرته نهدی اخیستل شوی.
تر دې مخکې، نیویارک ټایمز ورځپاڼې د درېیو امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی و چې د ټرمپ ادارې د لوئېزیانا په ایالت کې لسګونه افغان وګړي نیولي او غواړي هغوی له امریکا څخه وباسي.
افغانایوک سازمان د دغو افغانانو شمېر تر ۱۵۰ ډېر ښودلی و.
د طالبانو حکومت د دغو راپورونو په غبرګون کې خپله جدي اندېښنه څرګنده کړې او له واشنګټن څخهیې غوښتي چې د دغو افغانانو د برخلیک په اړه مسؤلانه چلند وکړي.