د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي چې په افغانستان کې یې سلګونه زره ښځو او نجونو ته روغتیايي او اقتصادي مرستې برابرې کړې دي.
دغې کمېټې په هغه راپور کې چې د سې شنبې په ورځ «د لړم/ عقرب په ۱۲مه» په خپله وېبپاڼه کې خپور کړی، ویلي چې د ۲۰۲۵ کال له جون څخه د ۲۰۲۶ کال تر جولای پورې، د افغاني سرې میاشتې په ۴۷ روغتیايي مرکزونو کې ښځو ته له ۸۰۰ زرو زیاتې روغتیايي مشورې او معاینات ترسره شوي او له ۹۸۰ زیاتو ښځو سره د زېږون پر مهال مرسته شوې ده.
راپور زیاتوي چې په ۲۰۲۶ کال کې په څلورو ولایتونو کې له ۱،۴۰۰ امیندوارو او شیدې ورکوونکو ښځو سره د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره نغدي مرستې شوې دي.
سره صلیب ویلي چې ۴۳۷ معلولو ښځو او نجونو ته حرفوي زدهکړې ورکړل شوې، ۱۰۱ نورو بېسوده پورونه ترلاسه کړي او له ۳۳ زرو زیاتو ښځو او نجونو ته د فزیوتراپۍ خدمتونه وړاندې شوې دي.
دا کمېټه له افغان ښځو او نجونو سره په مختلفو برخو کې د مرستې خبره داسې مهال کوي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پر ښځو او نجونو د زدهکړې او کار په ګډون د ژوند په ډېرو برخو کې سخت محدودیتونه لګول شوي دي.