د افغانستان او زېمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې به د پنجشنبې په ورځ «د لړم په ۱۴مه» د متحده عربي اماراتو په شارجه کې خپله لومړۍ ټېسټ لوبه پیل کړي.
د کرېکاېنفو د معلوماتو له مخې، دا پنځه ورځنۍ لوبه به د لړم تر ۱۹مې دوام وکړي.
د دواړو هېوادونو دوهمه ټېسټ لوبه به د لړم په ۲۲مه پیل شي.
افغانستان په دې وروستیو کې له زېمبابوې سره د شل اوریزو سیالیو درې واړه لوبې ګټلې دي.
افغان لوبډلې په لومړۍ لوبه کې زېمبابوې ته د ۳۷ منډو، په دوهمه کې د ۱۹ منډو او په درېیمه کې د اوو وېکټو په توپیر ماتې ورکړه او د سیالیو لړۍ یې درې پر صفر وګټله.