دوه پاکستاني پولیس نن د خیبرپښتونخوا په مهمندو کې وژل شوي او یو بل ټپي دی.
دغو پولیسو د پولیو د واکسیناتورانو د امنیت د تامین دنده په غاړه درلوده چې ناپیژاندو وسله والو پرې برید وکړ.
د خیبرپښتونخوا پولیسو ویلي چې د بریدګرو د نیولو لپاره یې عملیات پیل کړي.
په پاکستان کې د پولیو واکسیناتوران او د هغوی امنیتي ساتونکي پخوا هم د داسې بریدونو هدف ګرځېدلي.
د راپورونو له مخې وروستی وار تېر سپټمبر د پولیو د واکسیناسیون دوه پولیس ساتونکي د بلوچستان په نوشکۍ کې د ناپیژاندو وسله والو په برید کې وژل شوي وو.
پاکستان او افغانستان د نړۍ په مخ دوه هېوادونه دي چې لا پکې پولیو له منځه نه دی تللی او هر یو نیم وخت پکې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسینیږي.