ایراني چارواکو دوه افغان بندیان د اصفهان په زندان کې اعدام کړي

د اصفهان د زندان لوحه

ایراني چارواکو دوه افغان بندیان په اصفهان کې اعدام کړي.

د ایران د بشري حقونو دوو سازمانونو هنګو او هرانا نن خبر ورکړی چې دا دوه افغانان مبارک محمدي او قاسم ملا امیني نومېدل او د افغانستان د شبرغان اصلي اوسیدونکي وو.

دوی د مخدره موادو له جرمونو سره تړلیو قضیو په تور اعدام شوي.

که څه هم د دوی د اعدام حکمونه د میزان/تلې په ۲۹مه اجرا شوي وو خو لا یې خبر نه وو خپور او نه هم ایراني چارواکو څه ویلي و.

د ایران د بشري حقونو سازمان راپور ورکړی چې ۲۰۲۶ کال له جنوري تر دې دمه لږ تر لږه ۲۵ افغانان اکثر د مخدره موادو جرمونو سره تړلیو قضیو کې اعدام شوي.

ځینې نور افغانان بیا د سیاسي – امنیتي ملحوظاتو په تېره د حکومت ضد مظاهرو او وژنو په تړاو هم اعدام شوي.